IQNA

روژه  په انسان کې د تقوا له پياوړتیا سره څرنګه مرسته کوي؟

9:40 - April 19, 2023
د خبر لمبر: 3487215
ایکنا-(تهران) د اسلام په پاک دین کې داسې بیان شوي دي چې د بدن پر غړو سربیره، د انسان د باطن له پاکوالي سره هم مرسته کوي.

روژه یو هغه ترټولو مهم عبادت دی چې  اسلامی امت سره مخصوص نه دی،او  د قرآن په وینا، ټول امتونه باید دغه عبادت د دندې په توګه ترسره کړي او د قرآن کریم په آیتون وکې  د  روژې میاشتې  او  روژې ته ډيرې اشارې شوي دي.

خداوندمتعال د بقرې سورې په ۱۸۳آیت کې یعني ؛ «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ،؛    د روژې فلسفه د تقوا  ترلاسه کول بلل بیان کړي دي .

د اسلام په پاک دين کې روژه د بدن پر هر غړي سربیره ، باید دانسان  د باطن هم روژه وي، ځکه روژه  له خداي تعالی سره  دنزدیکیدا یو آوزار دی، البته د اسلام دین  دټولو الهي دینونو بشپړؤنکی دی او هر هغه شی چې نور دینونه ئې نه لري،دا ئې لري او  دنورو احکام ئې بشپړ کړی دي.

 دترټولو وروستي پیغمبر(ص) پر پيروکارو د روژې د ساتلو روده  هم داسې ده چې  د سهار له آذانه  د ماښام تر آذان پورې  له هرډول خوراک څښاک له سیګرټ څښلو او له روا  جنسي  اړیکې  ډډه کول دي  او روژه ساتل واجب  دي.  په نورو شپو ورځو کې هم انسان  روژه ساتلی شي، خو  دهغه روژه ساتل مستحب دي. 

که پوښتنه وشي ،روژه ساتل څرنګه سبب کیږي څو اسنان تقوا ته ورسیږي، نو په ځواب کې باید ووئيل شي، چې  کله انسان روژه نیسي ، او سختي زغمي،نو له خدا وندمتعال سره نزدې کیږي  اوسره له دې چې  وږی او تږی وي  ، خ و له خوړلو او څښلو ډده کوي او صبر په انسان کې د تقوا د زیاتیدا سبب کیږي. هغه انسان چې روژه ساتي ، خپلې ګروهنې  او خواهشات پيزواني کوي او د خداي د  امر او نهي تابع  وي ، نو په هغه کې به تقوا رامینځةشي اوکه باتقوا وي ،نو پکې به پیاوړي شي.

د روایتونو په اساس ، د روژتي ټول عملونه  عبادت حسابیږي او حتی د هغه ساه اخستل او ویدۀ کیدل  هم دخدای تعالی تسبیح حسابیږي او کله د انسان هر کار الهی عبادت شي ،نو د ورژې د لازیات اهمیّت ښودنه  کوي: کله انسان وږی او تړی وي او دغه سختي زغمي ، نو د خدای دنعمتونو قدردان کیږي ، ځکه  اوه او خواړۀ د انسان په  لاس رسي کې وي، خو  خوړلی ئې نشي ، نوځکه  په انسان کې د نعمتونو په وړاندې  دشکر کولو روحیّه  رامینځةکیږي او د نعمتونو قدر کوي.

په ورپسې آیت کې اشاره  شوې ده ، هغه کسان چې د روژې د  ساتلو توان نه لري،  او بوډا وي یا نارغوه وي، نو  د روژې ساتلو په ځاي کې دې کفاره ورکړي، د کفارې مقدار  هم  معلوم دی ، خو که  څوک وغواړي لازیاته ورکړي، نو د هغه په ګټه ده او ثواب ئې زیاتیږي. مسافر او  ناروغه باید روژه ونه ساتي ،که په  یوه وخت روژه ساتل واجب دي ،نو په یوه بل خاي کې بیا روژه ساتل باطل هم دي. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي ؛امیندواره ښځه او ماشوم ته شیدې ورکونکي میرمن حق نه لري ،روژه وساتي  و باید د خپل جنین  او نوزیږي په فکر کې دې شي.

(دغه مطلب  له ایکنا سره د  قرآن دمعارفو او کلتوري څيړنځاي  مشر محمد صادق یوسفی  مقدم  له خبرواترو اخستل شوی دی .)

captcha